د خوست ولایت د کانونو ساتنې او څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

sp_admin
Tue, Sep 10 2024 3:20 PM
س

د کانونو ساتنې او څارنې کمېټې غونډه د خوست کانونو رئیس الحاج مولوي صادق جان ( حمزه) په مشرۍ د بېلابېلو ریاستونو استازو او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کانونو رئیس د کانونو ساتنې، څارنې او د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل: زموږ موخه د کانونو د ساتنې، مدیریت او د غیر قانوني استخراج مخنیوی دی او د خوښۍ ځای دی چې په خوست ولایت کې د کانونو د قاچاق مخنیوی شوی دی او هیچا ته ددې اجازه نه ورکوو، چې کانونه په خپل سر استخراج کړي.

 په پای کې د کمېټې غړو د یاد ولایت د کانونو ساتنې، څارنې په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او حل لارې شریکې کړې او د لازمو همکاریو ژمنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS