د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ولایتونو د کانونو له یو شمېر رئیسانو سره وکتل

sp_admin
Sun, Aug 25 2024 3:59 PM
س

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 4/6/1403نېټې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو د کانونو رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې یادو رئیسانو د خپلو دندو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې د خپلو ریاستونو د کارونو د لا ښه والي په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی هڅې وستایلې، په کاري برخه کې یې په لا روڼتیا، د کانونو د قاچاق او غیر قانوني کیندنې مخنیوی، د عوایدو د ضایع کېدو، د ترازو ګانو په پلي کېدو او څارنې سربېره یې د کانونو د قراردادونو او نورو چارو ټینګار وکړ او د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS