د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د سایبري امنیت درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

sp_admin
Tue, Aug 20 2024 12:59 PM
س

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا د کانونو او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو په همکارۍ د سایبري خطرونو او پېښو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ ورکشاپ د مرکز او ولایتونو د ټولو کارکوونکو لپاره په حضوري او انلاین ډول د دوشنبې په ورځ 29/5/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د سایبري امنیت سرپرست رئیس ښاغلي خلیل الرحمن کبیرزوی د دغه ورکشاپ جوړېدل د وزارت د ټولو کارکوونکو لپاره مهم وباله او د یاد پروګرام په اړه یې عمومي معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست څانګې روزونکو د سایبري ګواښونو د مخنیوي لارې چارې، د سایبري امنیت په برخه کې د نویو اصطلاحاتو په اړه پریزنټېشن وړاندې کړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS