د کانونو د ولایتي انجنیرانو لپاره د روزنیز پروګرام پیل کېدل

urgent_user
Mon, Jul 29 2024 9:51 AM
س

د (GIS او Remote Sensing) په نوم آنلاین روزنیز پروګرام د GIS ریاست له خوا د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د درې ورځو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې د کانونو د انجنیرانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه 7/5/1403 نېټه پیل شو.

د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي احمدضیاء خاکسار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا پروګرام مستقیما د هغو کارونو سره تړاو لري چې موږ یې هره ورځ ترسره کوو او موږ باید له دې څخه ډېره ګټه پورته کړو ترڅو خپل کار په ښه توګه ترسره کړو.

ورپسې د GIS رئیس ښاغلي انجنیر فیاض د روزنیز پروګرام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او دا یې په ولایتونو کې د کانونو د انجنیرانو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام وباله.

دا پروګرام د GIS د یو تن متخصص له لوري د پرزنټیشن له لارې وړاندې شو او ټاکل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS