د فاریاب ولایت د مالګې د دریو پروژو تړون د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

urgent_user
Sat, Jul 27 2024 2:34 PM
س

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د میمنې، درزاب او اندخوی کان د مالګې درې پروژې چې مخکې یې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارلې وې د پروپوزل له ارزونې څخه وروسته یې د ابو سعید شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو ټول مساحت ١٤ کيلومټره دى او تړون يې د ١٥ کلونو لپاره لاسليک شو.

همدارنګه، د دې شرکت د ژمنو پر بنسټ، د ټولنیزو او چاپیریالي خدماتو سربېره، سیمه یزه ګټه، د پرسونل روزنه، د کارګرانو استخدام او بشپړ نهایي پروسس  دروغتیا وزارت د خوړو او درملو معینت د سټنډرد مطابق منل شوی، دغه راز به د یادو پروژو د استخراج په پیل سره ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د مالګې د تولید له پلوه به هېواد په ځان بسیا شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS