د آمو دریا نفتي حوزې قراردادي شرکت افچین د مرکزي او سیمه یزو دفترونو د اړتیا وړ توکو آفر ګشايي
د افچین شرکت د 12000 زره لېټرو تېلو، Cisco ټیلفونونو، د IT وسایل او تجهیزاتو او د مرکزي دفتر د کارکوونکو د خوړو قرارداد افرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، رئیسانو، د داوطلبو شرکتونو استازو او رسنیو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې وروسته له آفرګشايي هغو شرکتونو چې مناسب قیمتونه وړاندې کړي وو، ګټوونکي اعلان شول.