د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بامیانو ولایت له والي سره وکتل

urgent_user
Wed, Jun 05 2024 9:32 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلارو نن سه شنبه د بامیانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پروژو او کاني زېرمو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د باميانو والي د کانونو او پټروليم وزارت له لوري د دغه ولايت د کانونو د ښه مديريت او روڼتیا په اړه خوښي څرګنده کړه، د کانونو د غير قانوني استخراج او قاچاق د مخنيوي لپاره يې د ټولو سيمه ييزو ارګانونو د بشپړې همغږۍ ډاډ ورکړ، دغه راز یې دیاد ولایت د خلکو وړاندیزونه د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره شریک کړل په دغه ولايت کې د کاني زېرمو د پروژو د پلي کېدو لپاره د دغه وزارت له مشرتابه څخه د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بامیانو والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د دغه ولایت د خلکو وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS