د کان کیندنې په پروژو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د 1401 کال فارغ شویو محصلینو ګمارنه

firoz_admin
Tue, Jan 23 2024 2:04 PM
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د لومړي ځل لپاره د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځۍ د 1401 کال فارغ شوي محصلین د کانونو د کیندنې په برخه کې  د خصوصي کمپنیو له لوري په دندو وګمارل شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په جوړه شوې غونډه کې وویل: دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن د کانونو د استخراج، اکتشاف او جیولوجي او کانونو په برخه کې ځوانان په دندو ګمارل کېږي، همدارنګه مو د کانونو او پټرولیم وزارت په بېلا بېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، چې د هغو له جملې څخه په شمال کې د ډبرو سکرو تصدۍ او مالګې کانونو په برخه کې ګڼ شمېر ځوانان په کار بوخت دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانې زېرمو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: افغانستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري لکه: د ډبرو سکاره، سره زر، مس، مالګه او ګڼ شمېر نور کانونه لري، زموږ ټولو دنده ده چې د دغو کاني زېرمو سم مدیریت ترڅنګ باید په رښتنې توګه او اخلاص ملت او هېواد ته کار وکړو او په ځان بسیا شو.
همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس عبدالرشید اقبال خبرې وکړې ویې ویل: دا د ویاړ ځای دی، چې په لومړي ځل په داسې یوې غونډه کې ګډون کوم چې د کانونو او پټرولیم وزارت په همکاري سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون انجنیران په دندو ګمارل کېږي، په همدې موخه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشر تابه څخه مننه کوم چې محصلینو ته یې د کار زمینه برابره کړه.
د افغان انویسټ شرکت رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده چې د 75 سلنه محصلینو د ګمارنې خبره یې وکړه ویې ویل: خوښ یم چې د ګران هېواد د محصلینو د ګمارنې په غونډه کې ګډون لرم، کمپنۍ باید د هېواد له شته وړتیاوو څخه ګټه پورته کړي او محصلینو ته د فارغت څخه وروسته د عملي کار زمینه برابره کړي او محصلین باید له دغه فرصت څخه ډېره زیاته ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې د معاشونو په ورکړې سره د هېواد له ټولو پوهنتونونو څخه د جیولوجي او معادن، تفحص، اکتشاف او استخراج څانګو ټول فارغ شويو محصلینو ته د کار زمینه برابره کړي.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:05 PM
Background image

Signing of the Poly-Metallic Mine Contract of Faryab Province 

Mr. Hidayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed the contract for the poly-metallic mine located in the Seh Ko area of Kohistan District, Faryab Province, on Sunday, 3/5. . .

Sun, May 03 2026 2:47 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets the President of Fang Yun Company

Mr. Hidayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, held a meeting on Sunday, 3/5/2026 with the chief of the Chinese Fang Yun Company and his accompanying delegation at the. . .

Thu, Apr 30 2026 12:28 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Visits Oil Survey Site in Balkh Province

The Minister of Mines and Petroleum, Mr. Hedayatullah Badri, during his visit to Balkh Province, inspected the oil survey site in the Mohammad Jan field.
The survey is being conducted. . .

BACK TO NEWS