د اندخوۍ ولسوالۍ د 15 زره ټنه پرخچه مالګې داوطلبي ترسره شوه
د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ د 15 زره ټنه پرخچه مالګې داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د یوشمېر رئیسانو او 7 هغو قرار دادي شرکتونه استازو په ګډون چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې سلیم زاده لمیټد شرکت یوټن په (1080) افغانیو رویالټي سره ګټوونکی اعلان شو.