د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له شیخ رازمحمد سره ولیدل
![s](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-05_at_2.29.37_pm.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 14/8/1402 نېټې د هېواد له یوتن جید عالم ښاغلي شیخ راز محمد او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګه یې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت، ملي حاکمیت او د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې او نورو ټولو برخو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې د اسلامي امارت په نظام کې د دیني مدارسو پراختیا د یو اړین اصل په توګه یاد کړل او همدارنګه په ټولنه کې د علماوو رول ګټور وباله.