د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار، انوستمنت او چینا افغانستان کمپینو له رئیسانو سره ولیدل
![سس](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-24_at_12.56.53_pm.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 2/8/1402 نېټې د ګلبهار، انوستمنت او چینا افغانستان کمپنیو له رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یادو کمپنیو رئيسانو خپلې غوښتنې، ستونزې او نظریات یې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوئ د ستونزو د هوارولو او کارونو د چټکتیا په موخه یې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.