د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ده سبز ولسوال او یوتن ملي پانګوال سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ده سبزولسوالۍ له ولسوال او په ترکیه کې مېشت پانګوال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د ده سبزولسوال د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د هېواد ملي پانګوال د شته فرصتونو په برخه کې مننه وکړه د هېواد د اوسني و ضعیت په اړه یې خپل احساسات او نظریات څرګند کړل او د خپلو تېرو فعالیتونو او شرکت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د تالک ډبرو د پروسس کارخونې د جوړېدو غوښتنه یې وکړه او د هېواد دتالک کانونو په برخه کې یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې او د کارخونې د جوړېدو په برخه کې ترې مننه وکړه، او د ده سبز ولسوال ته یې ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په شتون کې به د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.