د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د نورستان ولایت له امنیه قومندان سره ولیدل.

firoz_admin
Tue, Aug 29 2023 9:22 AM
123

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د یکشنبې په ورځ5 /1402/6 نېټې د نورستان ولایت امنیه قومندان مفتي محمد یوسف جمالزي او یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل. 
په دغه لیدنه کې د خلکو پر وضعیت او د یاد ولایت د معدني زېرمو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
 د نورستان امنیه قومندان غوښتنه وکړه چې د وزارت تخنیکي ټیم دې یاد ولایت ته سفر وکړي ترڅو د یاد ولایت د کانونو سروې ترسره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نورستان ولایت امنیه قومندان ته ډاډ ورکړ چې د خلکو ستونزو او د نورستان ولایت معدني زېرمو سروې لپاره به د وزارت له لوري لازمه پاملرنه وشي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS