د کوچني مقیاس 8 ساحو کانونو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
Thu, Jul 13 2023 6:13 PM
۵

د (فلورایټ،مرمر،نفرایټ، مسکویټ او رخام ډبرو) کانونه چې په کندهار، هرات، ارزګان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې شتون لري د رسنیو په شتون کې داوطلبي ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین د لاور ياد کانونه چې مخکې اعلان ته سپارلي وو، نن پنجشنبه د ۲۲/۴/۱۴۰۲ د یو شمېر ریسانو ټاکلي هيئت او هغو شرکتونو استازو په ګډون چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرايط پوره کړي وو دیوې رڼې پروسې په ترڅ کې د رسنیو په شتون کې یې داوطلبي ترسره شوه.

په یاده داوطلبي کې لاندې شرکتونه د پورته ذکرشوو کانونو ګټونکي اعلان شو.

1.د ابوبکر صدیق د کانونو داستخراج او پروسس شرکت د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ نرتنګي ساحې په لوړ قیمت د یو ټن رویالټي په (۳۰۰۰۰۰) ګټونکی شو.

2. د قندهار ولایت د نیش ولسوالۍ بارګانه ساحې فلورایټ کان ګټونکی شرکت د لعل محمد د کانونو داستخراج او پروسس شرکت  چې (۶۰) سلنه ګټه به امارت ته ورکوي ګټونکی شو.

3.د ارکوزیا د کانونو د استخراج او پروسس شرکت د هرات ولایت چشت ولسوالۍ د جرتخته د زبرساحې د مرمر کان یو ټن رویالټي په لوړ قیمت (۱۵۵۰) افغانۍ ګټونکی اعلان شو. 

4.د ارکوزیا د کانونو د استخراج او پروسس شرکت د هرات ولایت چشت ولسوالۍ د جرتخته د زبر دویمې ساحې د مرمر کان یو ټن رویالټي په لوړ قیمت (۱۶۵۰) افغانۍ ګټونکی اعلان شو.

5.د شرنګ نیک بابا شرکت د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ او سر سیمې مسکویت یو ټن رویالټي په لوړ قیمت (۳۱۲۵۵) افغانۍ ګټونکی اعلان شو.

6.د لعل محمد نصرت د کانو د پروسس او استخراج شرکت د هرات ولایت چشت ولسوالۍ د تجرمین سیمي د رخام ډبرو د یو ټن رویالټي په لوړ قیمت (۸۰۰۰) افغانۍ ګټونکی اعلان شو.

7.د لعل محمد نصرت د کانونو د پروسس او استخراج شرکت د هرات ولایت خاص کنړ ولسوالۍ کندلان سیمي د مرمر د یوټن رویالټي په لوړ قیمت (۲۵۰۰) افغانۍ ګټونکی اعلان شو.

8.د سپین غمي د کانونو د استخراج او پروسس شرکت د هرات ولایت خاص کنړ ولسوالۍ کندلان سیمې د مرمر د یوټن رویالټي قیمت( ۲۰۰۰) افغانۍ ګټونکی اعلان شو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS