د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس ترسره کېدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه 18/4/1402 نېته د یاد وزارت په تالار کې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه کنفرانس کې چې پکې کورنیو، بهرنیو او خصوصي رسنيو ګډون درلود، د قشقري 21 نمبر څاه، او همدارنګه له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د نل لیکې غځولو په موخه سرپل، جوزجان، او بلخ ولایتونو ته سفر کړئ و او د آمو دریا نفتي حوزې قرارداد په اړه چې افچین شرکت سره شوئ هر اړخیز معلومات ورکړل.
په پای کې یې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.