د ننګرهار د تالک شرکتونو له مسوولینو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او ادري مرستیال لیدنه:

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او ورسره مل پلاوي په ننګرهار ولایت کې د تالک کانونو د شرکتونو له استازو سره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال په دې لیدنه کې د ننګرهار ولایت د تالک شرکتونو د مسؤولینو نظرونو او وړاندیزونو د اورېدلو تر څنګ د ستونزو او ننګونو د حل په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل.