د جوزجان او شبرغان ښار بیات پاور برېښنا تولیدي دستګاه څخه د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال څارنه او لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ډیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي د پنجشنبې په ورځ 23/1/1402 نېټې د افغان ګاز رئیس محترم مولوي اختر محمد منصور سره د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د بیات پاور د بریښنا د تولید له فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د دغه وزارت تخنیکي مرستیال د بیات پاور د برېښنا د تولید له سیستم څخه د څارنې په ترڅ کې د اړوندو مسوولینو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د برېښنا له دوامدارو تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
او همدارنګه د افغان ګاز تصدۍ ریاست لپاره د لازمو لارښوونو تر څنګ د یادې کمپنۍ لپاره د طبعي ګاز اماده کولو ژمنه وکړه.