د پلخمري د ډبرو سکرو استخراج شوو تونلونو څخه د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال څارنه او لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ډیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي د پنجشنبې په ورځ 17/1/1402 نېټې د شمال د ډبرو سکرو د شرکت له رئیس ښاغلي مولوي محمد امین احمدي سره یوزای د بغلان ولایت پلخمري ډبرو سکرو له تونلونو څخه لیدنه وکړه.
د وزارت تخنیکي مرستیال د دغه ولایت د پلخمري ډبرو سکرو له استخراج شوو تونلونو څخه د څارنې پر مهال د اړوندو مسوولینو وړاندیزونه او نظریات واورېدل او د خپل صحت په پام کې نیولو سره په تخنیکي ډول د تونلونو جوړلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.