د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال سنمګان ولایت ته سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال دیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي له مل پلاوي سره د پنجشنبې په ورځ 17/1/1402 نېټې سنمګان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له والي او د کانونو له رئیس سره وکتل.
د وزارت تخنیکي مرستیال د دغه ولایت د کانونو ریاست له کاري جریان او بریکیټ پلورنې څخه د څارنې پرمهال د مسؤولینو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو او کار کوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.