د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال کندز ولایت ته سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال دیپلوم انجنیر وحیدالله حلیمي له خپل پلاوي سره د سه شنبې په ورځ 15/1/1402 نېټې کندز ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له والي او د کانونو له رئیس سره وکتل.
د وزارت تخنیکي مرستیال د دغه ولایت د کانونو ریاست له کاري جریان څخه د څارنې پرمهال د مسؤولینو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.