د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پلان او پالیسي مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزي په ګډون د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو له یو شمېر استازو سره د چهارشنبې په ورځ د 16/9/1401 نېټې ولیدل.
په پېل کې د شرکتونو استازو د نفرایټ ډبرو د استخراج څرنګوالي په اړه د وزارت مشرتابه ته لنډ معلومات وړاندې کړل. او همدارنګه یې د کان کېندنې د ښه والي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه ورته وویل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.