د کانونو او پټرولیم وزارت کې د بین الوزارتي کمیټې غونډه تر سره کول
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد، اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چاپيریال ساتنې ملي ادارې په ګډون کې نن چهارشنبه 12/8/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د بین الوزارتي غونډه تر سره شوه.
په غونډه کې د لوی کانونو تنظیم ریاست له لوري په هرات ولایت کې د غوریان اوسپنې او په غور ولایت کې د سرب او جست پروژو او په شرایطو برابر شرکتونو په اړه د پرزنټیشن له لارې معلومات وړاندې کړ.
وروپسې بیا د بین الوزارتي کمېټې غړو د یادو پروژو د پروسس او ظرفیتتونو په اړه خپل نظرونو وړاندې کولو ترڅنګ یې په شرایطو برابر شرکتونو پروپزلونو لکه د هغوۍ مالي او تخنیکي ظرفیتونه. کاري تجربې او پخواني فعالیتونو څېړنې ته وړاندې کړل.