د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي له شمالي ولایتونو څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر وحیدالله حلیمي تر مشرۍ لاندې یوه تخنیکي پلاوي تیره اونۍ د افغانستان د شمالي ولایتونو څخه لیدنه وکړه چې د دغه سفر اصلي موخه د نفت او ګازو د سیمو لیدنه، ارزونه او همدارنګه د یاد وزارت اړوند ریاستونه وو.
چې ښاغلي انجنیرحلیمي د یادو ولایتونو د اړونده ریاستونو مسولینو ته د لازمو لارښونو ترڅنګ د راتلونکو پلانونو ارزونې او بیا کتنې په اړه لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل لپاره یې ورسره ژمنه وکړه .
او په همدې توګه د افغان ګاز تصدۍ له مشرتابه هیئت، کارکونکو او د آمو سیند نفت او ګازو له سیمو څخه هم لیدنه وکړه.