د ایران هیواد د احیای سپاهان شرکت له مدیر عامل سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
Wed, Jun 01 2022 3:04 PM
یبی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ 11/3/1401 نېټه د ایران د احیای سپاهان شرکت له مدیر عامل انجنیر قاسمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي قاسمي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: چې ایران او افغانستان له یو بل سره ګډه پوله او تاریخي او دوستانه اړیکې لري. او همدارنګه زموږ موخه له نړۍ په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده. 
ښاغلي قاسمي همدغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت له میلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د کانونو په برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه، چې یاد وزارت د مقام له لوري یې ستاینه وشوه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS