د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کابل کې له یو شمېر کتابتونونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور او له خپلو یو شمېر ملګرو سره د کتاب نړۍ والې ورځې په مناسبت له څو کتاب پلورنځيو څخه نن شنبې ۳/۲/۱۴۰۱ نېټې په میوند جاده الفاروق، مکتبه الحرم، مکتبه نعمانیه، انتشارات جدید رشیدیه کتابتونونو او په دهبري کې له اکسون کتاب پلورنځي څخه لیدنه وکړه.
د کتابتونونو لیدلو څخه یې هدف د هیواد ځوانان کتاب لوستلو ته هڅول او د پوهې د کچې لوړول وو.
او همدارنګه د کتاب پلورنکو د هڅونې په موخه د شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور لخوا لیکل شوی (شهاب الباري شرح بخاري) په ګډون یو شمېر کتابونه ځوانانو او کتاب پلورونکو ته ډالۍ په توګه ورکړل شول.
نومړي د کتاب پلورونکو څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې د کتابونو د چاپ په برخه کې ټولو هیوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړئ او په مناسبه بیه یې وړاندې کړئ.