د کانونو او پټرولیم وزارت د هئیت هبري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
Thu, Mar 10 2022 12:08 PM
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت د هئیت هبري غونډه نن پنجشنبه 19/12/1400 نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.

په یاده غونډه کې چې د بېلابېلو ادارو رئیسانو او مسوولینو په کې ګډون کړی و، د پلان جوړونې، څارنې او ارزونې ریاست له خوا د لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونو د نهايي کېدو په اړه مفصل راپور د پریزنټیشن له لارې وړاندې شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د حاضرو غړو د کاري راپور د اورېدو پرمهال د افغانستان ګاز تصدۍ د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او دغه راز یې د څارنې او ارزونې د رئیس قاري محمد هارون ابوبکر په مشرۍ د کانونو او پټرولیم وزارت د راتلونکو پنځو کلونو عوایدو وړاندوینې لپاره پلاوی وټاکه.

وروسته بیا رئیسانو او نورو مسؤلینو د خپلو دندو په اړه لازم توضیحات وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS