شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د  ګاز پایپ لاین شرکت له عمومي رییس سره وکتل

firoz_admin
Wed, Feb 23 2022 7:10 PM
xxx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهارشنبه د 4/12/1400 نېټه د تخنیکی معین الحاج مولوی محمد عیسی اخند او یو شمیر رئیسانو په حضور کی د ګازو پایپ لاین شرکت عمومي رییس محترم محمد مراد امان اوف، د ترکمنستان هیواد له سفیر خواجه عوض اوف او ورسره مل پلاوي سره د ټاپي پروژې د کار په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي محمد مراد امان اوف ته په خپل کاري دفتر کې ښه راغلاست وویل او د یاد هیواد د همکاریو قدرداني یې وکړه.
په یاده کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه له ښاغلي امان اوف او ورسره مل پلاوي سره هراړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د ټاپي پروژې عمومي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست او له دغه هېواد سره د دوی له نږدې همکارۍ مننه وکړه. او همداراز د مالیې، کرنې او د کانونو او پټرولیم وزارت تر څارنې او کنټرول لاندې د ځمکې استملاک لپاره د یاد هېواد له خوا د یوه دفتر د جوړېدو په اړه د ټاپي ګاز پروژې د امنیت، مالیاتو او د ځمکې استملاک په اړه هم خبرې وشوې. او همدارنګه یې یادونه وکړه چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې پېل په ځانګړي مراسمو سره ونماځل شي.
په پای کې دواړو لورو ژومنه وکړه چې د پروژې د پیل لپاره به په ګډه کار کوو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS