محمد هارون چخانسوري: د کانونو ټولې پروژې به د ولسي تړون د پروګرام له لارې اجتماعي او اقتصادي خدمات وړاندې کړي ترڅو په سکټور کې ولسي مشارکت پیاوړی شي

firoz_admin
Wed, Jul 22 2020 8:57 AM
321456

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري نن ماسپښین د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي سره د نوموړي د کار په دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د اجتماعي خدمتونو د برخې سربېره، د استخراجي صنایعو د سکتور په پروژو کې د اجتماعي فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې، ولسي تړون پروګرام کې د سکتور د مشارکت او د دواړو وزارتونو ترمنځ د پیاوړې همغږۍ او ګډ کار په اړه بحث او خبرې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: د افغانستان د کانونو د سکتور د لارې د نقشې پر بنسټ، ټولې اقتصادي پروژې چې اجتماعي خدمات وړاندې کوي باید د ولسي تړون پروګرام له لارې خپل لومړیتوبونه مشخص کړي ترڅو ولسي مشارکت پیاوړی شي، خلکو ته د دوی د ضرورتونو په اساس اجتماعي او اقتصادي خدمات وړاندي شي، د کار فرصتونه ایجاد شي او له ولس سره دې د همدې پروګرام د شوراګانو له لارې مشورې وشي.
ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د ټاپی پروژې د مسیر په ولایتونو کې د اجتماعي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر دې د دواړو وزارتونو ترمنځ یو ګډ کاري ټيم تشکیل شي او د ولسي تړون د پروګرام څخه د ګټه اخیستنې په موخه دې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ سند لاسلیک شي.

دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي وویل: مونږ به د کانونو او پټرولیم وزارت سره د ولسي تړون پروګرامونو او شوراګانو له لارې خپل لومړیتوبونه وټاکو او ددې لپاره چې په اقتصادي پروژو کې د خلکو مشارکت وده وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت سره به له نږدې کار وکړو.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS