د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو او د زمرد سای بلاک د FPF (Flexible Production Facility) د جوړولو اړوند تړونونه د TNG تاتارستاني کمپنۍ له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل، د هېواد د نفتي سرچینو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې د معیاري او مسلکي شرکتونو فعالیت د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دی.
نوموړي زیاته کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، چې د هېواد طبیعي سرچینې په مسلکي، شفاف او اغېزمن ډول مدیریت او استخراج کړي، څو له یوې خوا د هېواد د عوایدو کچه لوړه او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو د دغه تړون له پلي کېدو سره به د امو دریا نفتي حوزې د استخراج کچه لوړه او د نورو اړوندو برخو چارې به لا پیاوړې شي.
د یادو تړونونو له مخې، د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي او د دغه تړون موده یو کال ده.
همدارنګه، د زمرد سای بلاک د FPF (Flexible Production Facility) د جوړولو د لومړنۍ مرحلې د ډیزاین، نصب او اړوندو چارو په برخه کې ۱۱ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ورکول کېږي.
د یاد سیسټم د جوړېدو چارې به اته میاشتې وخت ونیسي او له بشپړېدو وروسته به د ورځې د ۲ زره ټنو نفتو د پروسس ظرفیت ولري.
