د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د وزارت او شرکت برخه(13.45) ټنه نفرایټ د 1405/5/18 نېټې څخه د(10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادو نفرایټو الف کټګوری لپاره د قیمت ټاکنې کمېټې له لوري د یو ټن لومړنی قیمت(21047) امریکايي ډالره ټاکل شوی دی.
هغه کسان چې غواړي یادې ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړ قیمت واخلي خپل غوښتنلیکونه دې د کاډسټر او قراردادونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د شرطپاڼې اړوند لس(10) سلنه نغدې پیسې د ضمانت په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.
