د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریزکال د سلواغې په ۵مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو او اوږدمهاله اړیکو په اړه خبرې وشوې، د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د ترکمنستان سفیر د وزارت مشرتابه له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او د یادې پروژې د پرمختګونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او د افغانانو لپاره يې د کاري زمینې برابرولو، د لازمو او هر اړخیزو همکاریو پردوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو لورو د پروژې د کار د چټکتیا په موخه ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د روان میلادي کال تر پایه، تر هرات ولایت پورې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

