د لېوالتیا څرګندولو لپاره غوښتنه د کُشک زون ۱،۲ او د کُشک-تیرپل حوزې د ګازو او نفتو د اکتشاف او د تولید د شراکت لپاره داوطلبي

firoz_admin
111

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت له ټولو پر شرایطو برابرو نړیوالو شرکتونو څخه د افغانستان په شمال لوېدیځ او لوېدیځ کې د کُشک زون ۱، ۲ او د کُشک-تیرپل حوزې د کُشک د نفتو او ګازو (هایدروکاربونونو) د اکتشاف، پراختیا او تولید په موخه په پرانیستې، شفافې او رقابتي داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د لېوالتیا څرګندولو (EoI) غوښتنه کوي. دغه داوطلبي د افغانستان د نفتو او ګازو قانون له مخې ترسره کېږي او تمه ده چې د داوطلبۍ دغه پروسه به د اکتشاف او د تولید شراکت د قرارداد ورکولو (EPSC) په بڼه د ۲۰۲۴ کال تر دویم ربعې پورې دوام ومومي او غوره داوطلبان به د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې اعلان شي.

له هغو شرکتونو او کنسرشیومونو څخه چې په دې داوطلبۍ کې د ګډون لپاره لېوالتیا لري، هیله کېږي چې د داوطلبۍ د هرې ساحې لپاره د لېوالتیا څرګندولو لیک، صلاحیت نامه چې په ۳ مه ضمیمه کې نښلول شوې او هم په کشک-تیرپل حوزه کې د هایدروکاربونونو د عملیاتو د ترسره کولو په موخه د خپل حقوقي، مالي او تخنیکي وړتیاوو په تړاو معلومات د کانونو او پترولیم وزارت ته وړاندې کړي. په درېیمه برخه کې (د وړتیا یا اهلیت په تړاو اړین معلومات) د اړینو حقوقي، مالي او تخنیکي معلوماتو په اړه وضاحت وړاندې شوی.

د لېوالتیا اظهارلیک له ترلاسه کولو وروسته، د کانونو او پترولیم وزارت به په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د هر غوښتونکي ارزونه ترسره کړي. ددې لپاره چې یو غوښتونکی د داوطلبۍ پروسه کې د ګډون لپاره ومنل شي، ټول غوښتونکي باید خپل لېوالتیا لیکونه د ۲۰۲۳ کال د سمبر تر ۱۶ نېټې پورې د کابل پر وخت د شپې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې وزارت ته واستوي.

ټول اړین اسناد باید پر انګلیسي ژبه چمتو او واستول شي. د لېوالتیا څرګندولو لیک سره یو ځای باید د هېواد پر یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) باندې لږ تر لږه په پنځو پاڼو کې یو لنډیز چمتو شي. د لېوالتیا څرګندولو لیک کېدای شي چې د هارډ کاپي په بڼه وړاندې شي، خو په برېښنايي بڼه وړاندې کول یې حتمي دي او پر دغو پتو (qaisbilal@momp.gov.af, mtk034@yahoo.com.) باید واستول شي. له غوښتونکو څخه هیله کېږي چې د وزارت وېب پاڼې www.momp.gov.af.   په منظمه توګه وڅاري.

 

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک باندې کلیک وکړئ:

(Information for Qualification for RFEOI for Kushka-Tirpul)

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳۵
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبۍ(بولۍ) اعلان

په پام کې ده چې ۴ تنه د مسلکي کان‌کیندنې جواز لرونکي، د پنجشېر ولایت استخراج شوي زمرد داوطلبۍ یا(بولۍ) له لارې وپلوري.
له ټولو پانګوالو او علاقه‌مندانو څخه هیله کېږي، چې د سه شنبې په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۹
Background image

Back to tenders