د سرپل ولایت د قشقرې 21 نمبر څاه پرانیسته

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۹:۵۵
۲۱

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي د جمعې په ورځ د 16/4/1402 نېټې د سرپل ولایت د قشقري 21 نمبر څاه پرانیسته د افچین شرکت رئیس ښاغلي شي جي چنګ، د سرپل مرستیال والي مولوي دام الله نادر حقجو، مالیې وزارت مالي اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالبصیرمظهر، سیمه یزو چارواکو او د سیمې او سېدونکو ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې څاه په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: چې دغه څاه به له 70 څخه تر 100 ټنه نفتو پورې ورځنۍ تولید ولري. او د عیسوي کال ترپایه پورې به 15 نورې څاه ګانې وکېندل شي چې له دې سره به زموږ ورځنۍ تولید 1000 ټنو ته ورسېږي، او د دې څاه ګانو د نفتو له عوایدو څخه به د هېواد په بیارغونه کې ګټه واخیستل شي، نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د A22 نفتي څاه او له انګوت او سپریتر کاري سیمې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته