د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، یاد کان ۰.۶۱۸۵۰۳ کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد شرکت به د دې پروژې په برخه کې په ټولیزه توګه ۸۰۲،۴۷۶،۰۰۰ افغانۍ پانګونه وکړي. همدارنګه د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هم خپلې ژمنې عملي کړي.

د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت رئیس ژمنه وکړه، چې په تړون کې شوې ټولې ژمنې به عملي کوي او د پروژې چارې به په بشپړې روڼتیا او ټاکلي وخت ترسره کوي.

د یادونې وړه ده چې په یاد کان کې د اسلامي امارت برخه ۶۰سلنه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته