ښاغلی عبدالستارعرفان د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او حسابي ریاست  رئیس په توګه معرفي شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۹:۶
huh

ښاغلی عبدالستارعرفان د حاجی نعمت الله زوی د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز د 259  شمېرې په حکم 5/4/1443 نېټې د افغانستان اسلامي امارات د محترم ریاست الوزرا‌ء له لوري نن 10/4/1443 نېټې د سروې او جیولوژي معین ښاغلی نوالله ستانکزي له لوري رسماٌ د یاد ریاست کارمندانو ته وروپېژندل شو.

ښاغلی عرفان د اداري په برخه کې له 8 کلونو څخه زیاته کاري تجربه لري.

ښاغلی عبدالستار عرفان د افغانستان اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د باور تر څنګ ژمنه وکړه چې د همدې ریاست د کارمندانو په همکارۍ به خپله دنده په صداقت سره پر مخ وړم.

او په پای کې د سروې او جیولوژي معین د مالي او حسابې نوی رئیس خپل کاري دفتر ته بوتلو او په خپلو چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته