په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۲۰:۲۶
news

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ٢١مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په یاده بولۍ کې(٢٥٣٩) قیراطه زمرد د(٣٤٧٨٥٠) درې سوه اووه څلوېښت زره اته سوه پنځوس امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون محصلینو د عملي دورې پای

د کانونو انسټیټوټ ریاست ته د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ځمکې لاندې کان کیندنې څانګې ۳۱ تنه محصلین د زده کړو د عملي دورې ترسره  کولو په موخه د ۱۴۰۴ کال د زمري له ۲۰مې څخه تر ۲۷مې نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۲۰:۲۶
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ٢١مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهار شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۵مه نېټه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري یو شمېر رئیسانو. . .

بېرته خبرونه ته