د کان کیندنې شرکتونو کارکوونکو ته د عملي او نظري کار په موخه روزنه ورکړل شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت د خصوصي کان کیندنې شرکتونو د ۲۰ تنه کارمندانو لپاره، چې د عملي او نظري زده کړو په موخه د څلور ورځو لپاره پېژندل شوي ول د دغه پروګرام له مخې د کان کیندنې، روغتیا، خوندیتوب، چاپېریال، د قیمتي او نیمه قیمتي او سینګاري ډبرو د استخراج څرنګوالی، په کانونو کې د کار کولو پرمهال د شخصي ساتنې په اړه معلومات په عملي او نظري ډول تدریس شول.
د پروګرام په پای کې د کانونو د انسټیټوټ د رئیس لخوا د ساختماني ډبرو جوړونکو شرکتونو کارکوونکو ته تصدیق پاڼې او د کان کیندنې وسایل لکه دستکشې، ماسکونه او نور د کانونو د ساتنې تجهیزات ورکړل شول.