د هرات ولایت د شل زره ټنه مالګې آفر ګشايي غونډه ترسره شوه

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
س

د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ د شل زره ټنه استخراج شوې مالګې آفرګشايي غونډه د 1403/9/11 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج په مشرۍ، د لویو کانونو د چارو د تنظیم رئیس حافظ انجنیر ابوبکر امیني، ټاکلې کمېټې او داوطلبو شرکتونو په شتون د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د مقام د دفتر عمومي رئیس ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او د پروسې د روڼتیا د یاد ولایت د مالګې د کانونو په اړه یې خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې وروسته له آفرګشايي د داوطلبو شرکتونه له جملې څخه د امیني عرفان د پلاستیک تولید شرکت یو ټن په 2050 افغانیو په قېمت سره دیاد سیمې د شل زره ټنه مالګې ګټوونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته