د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د قطر هېواد سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د سیاسي او اقتصادي اړیکو او همداراز د افغانستان د کاني زېرمو، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په برخو کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې وکړې او د خامو نفتو د معیاري تصفیې خونې د جوړولو پر څرنګوالي يې بحث وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر په یادو برخو کې د قطر هېواد د لېوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د ۱:۱۰۰۰۰۰ مقیاس جیولوجیکي نقشې اخیستنې عملي چارې په درېیو زونونو کې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي معینیت اړوند د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست د پنځه کلن کاري پلان له مخې، د ټول هېواد د ۱:۱۰۰۰۰۰ (یو په نسبت د سل زره) مقیاس جیولوجیکي. . .

بېرته خبرونه ته