د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د عزیزي ګروپ د دفتر له رئیس سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۳۶
news

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه د وزارت د غونډو په تالار کې د عزیزي ګروپ د دفتر له رئیس عزت الله نیازمند او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د عزیزي ګروپ پلاوي په هېواد کې د ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د رامنځته کولو په اړه خپل معلومات شریک کړل زیاته یې کړه: چې په هرات، بلخ، بامیان، بغلان، روزګان، پکتیا، کندهار ولایتونو او حیرتانو کې به د ډبرو سکرو څخه ۳۴۰۰ مېګا‌واټه برېښنا د جوړولو او همدارنګه یې د ګازو څخه په هرات، جوزجان او د شمال په نورو ولایتونو کې د ۳۷۰۰ مېګاواټه برېښنا د جوړېدو خبره وکړه او په دې برخه کې یې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري څخه د اسانتیاوو رامنځته کولو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د وزارت مالي او اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په هېواد کې د ډبرو سکرو او ګازو شته منابعو او ظرفیتونو په اړه لازم معلومات ورکړل او ورسره یی د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د ډبرو سکرو او ګازو زېرمو څخه د لیدنې په موخه به ګډ تخنیکي ټیمونه ولایتونو ته استول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۱
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې د لوګر ولایت د مس عینک کان څخه یو شمېر منقول لرغوني آثار، چې د تېرې ادارې پر مهال د اطلاعات او  کلتور وزارت لخوا د کیندنو په پایله کې لاسته راغلي و او د لنډ وخت لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۲۹
Background image

د تحصیلي څانګو د پېژندلو لپاره د پوښتنلیک ډکولو روزنیز پروګرام ترسره شو

د تحصیلي څانګو د پېژندلو لپاره د بازار د اړتیا وړ پوښتنلیک د ډکولو روزنیز پروګرام د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتي په ۱۳مه نېټه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک د عمومي ریاست له‌. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۳۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د عزیزي ګروپ د دفتر له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه د وزارت د غونډو په تالار کې د عزیزي ګروپ د دفتر له رئیس. . .

بېرته خبرونه ته