د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل له والي سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/10/16 نېټې په خپل کاري دفتر کې د سرپل له والي الحاج مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي مظفر صاحب د سرپل کاني زېرمو د مدیریت، د نویو کانونو کشف او سروې په موخه د وزارت یو تخنیکي ټیم لېږل یاد ولایت ته، د کاني زېرمو له عوایدو څخه د بنسټيزو پروژو تمویل، د آمو دریا نفتي حوزې اړوندو سیمو کې ټولنیز خدماتو وړاندې کولو په اړه یې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د غوښتنو له اورېدو څخه وروسته یې د کانونو د کړنلارې او قانون مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.