د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه
د (56600) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2133) قیراطه زمرد د 25/10/1403 نېټې د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسوولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 100 تنو څخه زیاتو ملي سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.
د یادولو وړ ده، چې په دغو زمردو کې د اسلامي امارت ونډه 10 سلنه او پاتې 90 سلنه د کان کیندونکو ده، چې ټول د پنجشېر ولایت درانه اوسېدونکي دي.