د مدني ټولنې غړو لپاره د عامه پوهاوي برنامه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۵:۱۷
یب

د روان کال د چنګاښ میاشتې د  ۲۰ مې څخه تر ۲۳ مې په هرات ولایت کې د مدني ټولنې غړو لپاره د عامه پوهاوي برنامه په لاره اچول شوي وه. په یاده برنامه کې د اړینو موضوعاتو لکه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) د پیژندنې سربېره، د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (EITI) شرطونو او اړتیاوو، ټولنیزې هوکړې او د هغو اثرات پر چاپیریال ساتنې، په هرات ولایت کې د کانونو اوسني وضعیت، جنډر او په استخراجي سکټور کې د ښځو د ونډې ترڅنګ، د روڼتیا پورټال او د هغې ګټې په مفصله توګه ګډونوالو ته بیان شوې

د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام د AEITI د ملي سکرتریت – مدني ټولنې ټاکنیزو حوزو د غړو – جنډر – د RDF دفتر او د هرات د کانونو ریاست لخوا د GIZ په مالي مرسته وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۴:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي له شمالي ولایتونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر وحیدالله حلیمي تر مشرۍ لاندې  یوه تخنیکي پلاوي تیره اونۍ د افغانستان د شمالي ولایتونو څخه لیدنه وکړه چې د دغه سفر اصلي موخه د نفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۴:۵۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قطر هیواد د سولر او انرژۍ ادارې له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قطر هیواد د سولر او انرژي ادارې رئیس سره نن چهارشنبه ۶/۷/۱۴۰۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره وکتل.
د کانونو او پټرولیم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۵۳
Background image

د ریاست الوزراء محترم مقام له لوري د کانونو او پټرولیم وزارت ستاینه

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه، ویاند، او رئیسان د دولت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې  ملت ته د حکومت د یو کال حساب ورکولو په پروګرام کې د فعالې ونډې اخیسلتو او ولس ته  پر وخت د. . .

بېرته خبرونه ته