خبرتیا

دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د(لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست) د غور ولایت سیمې د سرب و جست پروژه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د زمری میاشتې په ۱۷مه نیټه د داوطلبی اعلان ته سپاري.
ټول لیواله شرکتونه کولای شي چې د داوطلبي اړوند اسناد یعنې د لیوالتیا ښودلو فورمه (EoI) او د (PQQ) د مخکیني اهلیت فورمه په لاندې لارو تر لاسه کړي:
- د وزارت له رسمي ویب پاڼې څخه (http://lsmmd.momp.gov.af/ ).
- لیواله شرکتونه کولای شي چېlsmmd@momp.gov.af ته بریښنالیک وکړي چې ذکر شوي اسناد تر لاسه کړي.
- د لوی مقیاس د کانونو تنظیم ریاست د ارزیابی او داوطلبی آمریت (دوهم منزل، د دفتر شمیره ۱۸) ته مراجعه وکړي تر څو تاسو ته په حضوري ډول یاد اسناد وسپارل شي.
د پروژې اړوند لنډ مشخصات |
|||||
ګڼه |
سیمې |
ولسوالي |
ولایت |
د منرالو ډول |
مساحت/کیلومترمربع |
۱ |
بلاک اول |
تولک |
غور |
سرب و جست |
175.35 |
۲ |
بلاک سوم |
شهرک و دولینه |
غور |
سرب و جست |
210.24 |
۳ |
بلاک چهارم |
شهرک و دولینه |
غور |
سرب و جست |
169.28 |
یادونه: لیواله شرکتونه کولای شي چې په پورته ذکر شوې پروژه کې د ۱۴۰۲ کال د وږی میاشتې تر (۲۵) می نیټې پورې د داوطلبي اړوند اسناد د لوی مقیاس کانونو د تنظیم ریاست ته وسپاري.