د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۵.۲ درجې په کچه زلزله ثبت کړه
د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۸مه نېټه، د سهارشاوخوا ۶ بجو او ۲۹ دقیقو، د ۵.۲ درجې په کچه زلزله ثبت شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د دغې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ او د هندوکش غرونو له سیمې څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن کې موقعیت درلود او ژوروالی یې ۴۹ کیلومتره اټکل شوی دی.
د سایزمیکي مرکز د معلوماتو له مخې، یاده زلزله د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم محسوسه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د هېواد په کچه د زلزلې فعالیتونو د څارنې او ثبت په موخه، د زلزلو معلومات په دوامداره توګه څاري او ثبتوي.
د یادونې وړ ده چې د زلزلې اړوند لومړني ثبت شوي معلومات د نویو او دقیقو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره د بدلون وړ دي.
