د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د څلورم بلاک تړون، چې ۹.۵۸ کیلومټره مربع مساحت لري (۵۴۹۰۹۵۰) پنځه میلیونه څلور سوه نوي زره، نهه سوه پنځوس امریکایي ډالرو په پانګونې سره، د عبدالحمید فیضي د کان کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان په اړه وویل: د دې کان
تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د پنځلسو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، دغه راز به نوموړی شرکت خپلې ټولې چارې د کانونو د قانون او کړنلارې سره سم ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به د رویالټي د ورکړې تر څنګ، د ټولنیزو خدماتوپه برخه کې ۳۵۰۰۰۰امریکايي ډالره لګوي سربېره پردې به شاوخوا ۱۱۵ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
