د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې لیدنې په ترڅ کې د MJAM کمپنۍ رئیس د روان کال په اوږدو کې د پروژې د پلان اړوند د پرمختګونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د مس عینک پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ ویې ویل: موږ چمتو یو چې د مس عینک پروژې د ودانیزو او عملیاتي چارو د چټکتیا، کیندنې او ګټې اخیستنې په برخه کې همکاري وکړو.
