د کاپیسا ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د کاپیسا ولایت د مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان په مشرۍ، د کانونو رئیس، د امنیه قومنداني استازی، د استخباراتو مرستیال او د یادې کمېټې نورو غړو په ګډون، د کاپیسا ولایت د کانونو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د والي مرستیال د کاني سرچینو د مدیریت او ارزښتونو، د قاچاق مخنیوي او د کانونو د ساتنې په اړه یې خبرې وکړې. همدارنګه د کانونو تړونونه، د استخراج شویو ډبرو د لېږد او د ۲۴ ساعتونو لپاره یې د کاني سیمو د څارنې په موخه د څارونکو د ګمارلو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه د چارو د لا ښه والي په موخه شریک کړل او د پلي کېدو لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.