د GIS پروګرام ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې

kamran2_admin
Thu, Feb 13 2025 11:00 PM
Image

د مرکزي او جنوبي زون ریاستونو د کارمندانو لپاره د GIS روزنیز پروګرام، چې د کانونو د انسټیټوت ریاست لخوا د GIS او ریموټ سنسنګ ریاست سره په همغږۍ د څلورو ورځو لپاره پیل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ نېټې پای ته ورسید.

په دغه غونډه کې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیا‌ءالرحمن الاریوبي، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج، د کانونو د انسټیټوت رئیس، د GIS رئیس او یو شمېر نورو رئیسانو ګډون کړی و.

د پروګرام په پای کې د پلان او پالیسۍ مرستیال وویل: "د روزنیزو پروګرامونو د پیل کولو موخه د پوهې پیاوړتیا او د ظرفیت لوړول دي، او له دې پروګرام څخه مو چې څه یاد کړي دي له خپلو همکارانو سره شریک کړئ."

د کانونو د انسټیټوت اوGIS رئیسانو د یاد پروګرام د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، غوښتنه یې وکړه چې یادې زده کړې دې په خپلو چارو کې پلې کړي.

 دغه راز د پروګرام په پای کې د کانونو د انسټیټوت له لوري ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم و وېشل شوې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS