د وزارت ستر سلا کار د کندهار د سمنټو له کارخونې لیدنه وکړه

kamran_admin
Sun, Feb 02 2025 2:01 PM
د وزارت ستر سلا کار د کندهار د سمنټو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او مل پلاوي د کندهار ولایت د شور اندام د سمنټو له کارخونې لیدنه وکړه.
د وزارت ستر سلاکار کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې د شور اندام د سمنټو له کارخونې څخه لیدنه وکړه دغه راز یې دیادې کارخونې مسوولینو ته د چارو د چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، د شور اندام د سمنټو کارخونې مسوولینو ډاډ څرګند کړ چې خپلې چارې به ژر بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې د یادې کارخونې د چارو له بشپړېدو وروسته به ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار ز مینه برابره شي.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS